نریندرا مودي:

مسلمان ځوانان باید یو لاس کې قرانکریم او بل کې کمپیوټر ولري

12 حوت 1396 ساعت 8:26

د هندي لومړي وزیر نریندرا مودي د اسلامي ټولنې د پرمختګ له پاره پر مسلمان ځوانانو غږ کړي، چې په یوه لاس کې قرانکریم او په بل لاس کې کمپیوتر ولري.


د هندي لومړي وزیر نریندرا مودي د اسلامي ټولنې د پرمختګ له پاره پر مسلمان ځوانانو غږ کړي، چې په یوه لاس کې قرانکریم او په بل لاس کې کمپیوتر ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي دغه څرګندونې په هند کې د «اسلامي میراث، د پوهې او اعتدال ډېرېدل» په نوم غونډې ته له وینا وروسته په خپل ټوېټر پاڼه لیکلې دي.

نوموړي ویلي، چې د مسلمان ځوانانو د پرمختګ له پاره به له هېڅ ډول هلو ځلو ځان ونه سپموي خو په وینا یې له مسلمان ځواکونو یې غوښتنه ده، چې د خپل پرمختګ له پاره په یوه لاس کې قرانکریم او په بل کې کمپیوټر ولري.

ښاغلي مودي لیکلي«اسلامي کلتور په هند کې مخ پر ودې دی او د صوفي ازم اغیز د مینې، ورورولۍ او سولې پیغام خپروي، له همدې کبله باید زموږ ځوانان د اسلام د بشري ښېګړې اړخونو ته ژمن اوسي او باید عصري تکنالوجي وکارولی شي.»

د هند لومړي وزیر د القاعده شبکې دغه څرګندونې، چې هند له مسلمانانو سره زور زیاتوی کوي، په کلکه رد کړې او ویلي د القاعده دغه ګومان سم نه دی، چې د هند مسلمانان به د دوی په اشارو چلند کوي.

د هغه په وینا رښتیا خبره دا ده، چې د هند مسلمانان پر خپل هېواد میین دي، د دغه هېواد لپاره ژوند کوي او پر دغه هېواد سر ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 101962

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101962/

جمهور
  https://www.jomhornews.com