جنرال جان نیکولسن:

له طالبانو د روسيې د ملاتړ په اړه شواهد شته

16 حمل 1397 ساعت 9:04

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن یو ځل بیا ویلي، داسې شواهد شته، چې له طالبانو د روسیې ملاتړ په ډاګه کوي.


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن یو ځل بیا ویلي، داسې شواهد شته، چې له طالبانو د روسیې ملاتړ په ډاګه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نېکولسن دغه څرګندونې فارن پالیسي خپرونې ته کړې او زیاته کړې یې ده، چې له طالبانو د سولې د ملاتړ خبره افغان چارواکو هم کړې.

نوموړي ویلي افغان چارواکو هم ویلي، چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي او شواهد هم ښيي، چې روسیه له طالبانو ملاتړ کوي.

که څه هم امریکايي چارواکو تر دې وړاندې هم په روسیه تور پورې کړی، چې له طالبانو ملاتړ کوي، خو روسیې په هر ځل دغه څرګندونې رد کړې دي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي، چې له طالبانو سره اړیکې لري، خو وسلې او پيسې نه ورکوي.

د هغه په وینا طالبانو له روسیې ته ویلي، چې دوی وسلې په اسانه له افغان ځواکونو تر لاسه کوي او یوازې پيسو ته اړتیا لري.

خو د کابلوف په وینا د روسیې ځواب طالبانو ته دا و، چې بښنه غواړو پیسې نه لرو.

امریکا پر داسې مهال په روسیه له طالبانو د ملاتړ تور پورې کوي، چې روسیه، بیا وايي، امریکا په افغانستان کې له داعش ملاتړ کوي او نامعلومه چورلکو په اړه چې وسله والو ته وسلې لېږدوي، معلومات نه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 103001

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103001/

جمهور
  https://www.jomhornews.com