امریکا پښېمانه شوې، له سوریې ځواکونه، نه وباسي

18 حمل 1397 ساعت 9:25

امریکا وایي، تر څو یې په سوریه کې داعش وسله والو ته بشپړه ماتې نه وي ورکړې تر هغې ځواکونه له دغه هېواد څخه نه وباسي.


امریکا وایي، تر څو یې په سوریه کې داعش وسله والو ته بشپړه ماتې نه وي ورکړې تر هغې ځواکونه له دغه هېواد څخه نه وباسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا نظامي چارواکو زیاته کړې، چې د سوریې په اړه د امریکايي ځواکونو پرېکړه پر خپل ځای ده او تر هغه به یې په دغه هېواد کې ځواکونه فعالیت کوي، چې داعش ډله په بشپړه توګه ماته شوې نه وي.

امریکايي چارواکی وروسته له هغې دا څرګندونې کوي، چې سعودي عربستان هم له امریکا څخه غوښتي، چې خپله ځواکونه له سوریې ونه باسي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله یوه وینا کې ویلي و، چې ډېر ژر به خپل ځواکونه له سوریې څخه وباسي.

ټرمپ زیاته کړې وه، چې په سوریه کې یې داعش مات کړی او وروسته تر دې به سوریه نورو ته پېږدي (اشاره یې روسیې ته وه) چې چارې یې سمبال کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103041

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103041/

جمهور
  https://www.jomhornews.com