الهام علياف د څلورم ځل له پاره د اذربایجان د ولسمشرۍ ټاکنې وګټل او د ۷ نورو کلونو له پاره د دغه هېواد ولسمشر وټاکل شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د اذربایجان د ولسمشرۍ ټاکنې تېره ورځ چهارشنبې د وري ۲۲ مه تر سره شوې، چې په کې ۷۰ سلنه رایه ورکوونکو برخه اخیستې وه.
یوه حکومتي څېړنه چې د اذربایجان د انتخاباتو د څارونکي څېړنیز مرکز له لوري خپره شوې ده، ویلي علياف دوه اتیا اعشاریه اووه فیصده رایې ګټلي دي.
خو د اذربایجان د یوه خپلواک تحقیقاتي بنسټ څېړنه ښیي چې الهام علياف ۸۶ اعشاریه پنځه په سلو کې رایې ګټلې دي.
د بشري حقونو د څار ډلې پر دې انتخاباتو انتقاد کړی دی خو د اذربایجان د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون مرستیال ناطق محمدوف د ګڼو درغلیو لګیدلي تورونه رد کړي دي.
باید و ویل شي، چې ۵۶ کلن الهام علياف له ۲۰۰۳ میلادي کال را پهدې خوا چې پلار یې وفات شوی د قفقاز د دغه لس میلیوني هېواد واکمن دی.
جمهورخبري آژانس:کابل