امریکا په نیجر کې د بې پیلوټه الوتکو هوايي اډه جوړوي

4 ثور 1397 ساعت 8:33

ټاکل شوې د امریکا متحده ایالت په نیجر کې د بې پیلوټه الوتکو یوه هوايي اډه جوړه کړي، چې موخه یې د القاعده، داعش او نورو وسله والو ډلو څارل او له منځه وړل دي.


ټاکل شوې د امریکا متحده ایالت په نیجر کې د بې پیلوټه الوتکو یوه هوايي اډه جوړه کړي، چې موخه یې د القاعده، داعش او نورو وسله والو ډلو څارل او له منځه وړل دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، دغه اډه د نیجر د پلازمېنې په ۹۰۰ کیلومترۍ کې د اګادیز په سیمه کې جوړېږي.

امریکايي چارواکو ویلي له دغه کار یې موخه په افریقا کې د القاعده، داعش او نورو سخت دریځو ډلو وسله والو څارل او له منځه وړل دي.

په دغې اډه کې به جنګي جټ او «MQ-9» ډرون الوتکې ځای پر ځای شي او شاوخوا ۵۰۰ امریکايي پوځیان به په کې کار کوي.

د افریقا لپاره د امریکا د قوماندانۍ ویاندې سامانتا ریهو ویلي، چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې استخبارات، څارنه او اکتشاف ډېر مهم دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103593

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103593/

جمهور
  https://www.jomhornews.com