روسیه:

امریکا نه غواړي، چې له سوریې ووځي

4 ثور 1397 ساعت 11:38

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا نه غواړي، چې له سوریې ووځي، بلکې هڅه کوي لا خپل سنګرونه پیاوړي او پراخه کړي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا نه غواړي، چې له سوریې ووځي، بلکې هڅه کوي لا خپل سنګرونه پیاوړي او پراخه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لاوروف زیاته کړې، ټرمپ له سوریې د وتلو خبره کوي، خو خلاف له سوریې د وتلو پلان نه لري.

نوموړي ویلي، امریکايي پوځیان د فرات سیند په شرقي څنډو کې د لا ډېرو سنګرونو د نیولو په حال کې ده او د تګ نیت نه لري.

باید و ویل شي، د امریکا ولسمشر ټرمپ وړاندې ویلي و، چې ډېر ژر به خپل ځواکونه له سوریې وباسي او د دغه هېواد د سمبالښت چارې به د دغه په وینا نورو ته، چې اشاره یې روسیې ته وه، وسپاري.

خو د ټرمپ له دغه څرګندونو سره امریکايي چارواکو مخالفت څرګند کړی او سعودي عربستان هم له امریکا غوښتي، چې له سوریې خپل پوځونه ونه باسي.

د ټرمپ د دې څرګندونو څو ورځې وروسته امریکايي چاروکو و ویل، چې په سوریه کې د دوی پلان بدل شوی نه دی بلکې د داعش تر بشپړې ماتې به یې ځواکونه په دغه هېواد کې پاتې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103613

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103613/

جمهور
  https://www.jomhornews.com