امریکا وایي تر څو شمالي کوریا په عملي توګه د اټومي وسلو له پراختیا او جوړولو نه وي لاس په سر شوې، تر هغې به بندیزونه ورباندې دوام ولري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز ویلي، که څه هم امریکا د شمالي کوریا د وروستیو اقداماتو هر کلی کوي، خو تر هغه چې دغه هېواد په عملي توګه د اټومي وسلو د نه جوړولو لپاره اقدامات نه وي پيل کړي، بندیزونه به ورباندې کم نه شي.
نوموړې دا هم ویلي، چې د ټرمپ حکومت به د پخوانیو حکومتونو تېروتنې تکرار نه کړی او هر څه به په عملي ډګر کې څارل کېږي او وروسته به پرېکړه کېږي.
باید و ویل شي، چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون څو ورځې وړاندې د نورو بالستیکي توغندیو د نه ازمویلو امر وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ له خوا یې دغه اقدام وستایل شو.
امریکا پر داسې مهال پر شمالي کوریا د بندیزونو د نه لرې کولو خبره کوي، چې څو ورځې وړاندې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي وو چې تر اوسه د دې وخت نه دی رارسېدلی، چې د شمالي کوریا په وړاندې کوم نرمښت وښودل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل