نجیریا کې پر جومات ځانمرګو بریدونو ۲۷ کسه وژلي دي

12 ثور 1397 ساعت 13:23

راپورونه وايي، د نایجریا شمال ختیځ لور ته په یوه جومات په ځانمرګو بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


راپورونه وايي، د نایجریا شمال ختیځ لور ته په یوه جومات په ځانمرګو بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بریدونه د نایجریا موبي ښار کې په یوه جومات هغه مهال تر سره شوي، چې خلک د ماسپښین لمانځه ته راغوندي شوي وو.

د دغه ولایت د پولیسو مشر عبداللهي پریمان ویلي لومړی برید ماسپيښین پر یوه بجه جومات کې وشو او دویم برید له جوماته د لمونځ کوونکو د وتلو په وخت کې بهر وشو.

د موبي د ملکي روغتون د مشر ډاکټر ازرا ساکاوا له خولې ویلي، په بریدونو کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو تر دې وړاندې دغه ډول بریدونه د بوکوحرام ډلې کار ګڼل کېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103864

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103864/

جمهور
  https://www.jomhornews.com