پکتیکا ولایت کې د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د سيمه ييزې اردو ۸۴۰ سرتېري له دوه مياشتنيو زده کړو وروسته په دندو پیل وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه سرتېرو د فراغت په مراسمو کې د پوځ چارواکو و ویل، چې فارغ شوي سرتېري به د امنیت د ټنګښت په موخه خپلو سیمو ته ولېږل شی.
د ملي دفاع وزارت استازي ډګروال حبيب احصاري وايي، دغه ۸۴۰ سرتېري به د ملي اردو په چوکاټ کې په خپلو سيمو کې د امنیت د تامین دنده پر مخ وړي.
د هغه په وینا دوی به د پکتيکا ولايت د مرکز، اورګون، سروبي، ګومل برمل، خيرکوټ او جاني خېلو ولسواليو کې خپلې دندې پیل کړي.
په ورته وخت کې د پکتیکا ځايي چارواکو له ولس څخه غوښتنه وکړه، چې د امنیت په تامین کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
باید و ویل شي، چې له دې وړاندې هم په ځينو ولایتونو کې سیمه ییزې اردو په دنده پیل کړی، چې د چارواکو او ځايي خلکو په وینا ګټور تمام شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل