د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وايي، ایا په مرکزي سیمو د طالبانو او کوچیانو بریدونه د ولسمشر غني په هڅونه او تشویق نه دي تر سره شوي؟.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو پرون د میدان وردګو ولایت د مرکزي بهسود ولسوالۍ په کجاب سیمه کې د سیمه ییزه پاڅونوالو پر پوستو بریدونه وکړل، چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.
طالبانو هم په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو د بریدونو پخلی کړی او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د مرکزي بهسودو په ولسوالۍ کې یې ۱۳ امنیتي ساتوونکي وژلي او د هغوی څخه یې پنځه پوستې هم نیولي دي.
خو د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق ویلي، چې دا برید د طالبانو او کوچیانو له خوا په ګډه د ولسمشر غني په تشویق او ترغیب تر سره شوی دی.
محقق د کوچیانو له مشرانو سره د ولسمشر غني په لیدنه کې هغه خبرو ته په غبرګون کې چې هڅه کوی، د کوچیانو د ۲۰ نسله لپاره څړځایونه وساتي ویلي، د غني دغه څرګندونې له هزاره ګانو سره د قومي جنګ لپاره د کوچیانو د تشویق او ترغیب وو.
هغه وایي، د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو تر منځ دغه ستونزه اوس په یوه ناسور اوښتې او ولسمشر د تېر ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې دغه ستونزه به هواروي.
خو په وینا یې غني نه یوازې دغه ستونزه حل نه کړه، بلکې د تېر حکومت هغه کار یې هم تر سره نه کړ، چې د ستونزې د رامنځ ته کېدو پر مهال یې هلته ځواکونه ځای پر ځای کړل او د جګړې مخنیوی یې وکړ.
نوموړي ویلي، د طالبانو د جګړې شعار هم له بهرنیو ځواکونو او د دوی په وینا له لاسپوځي حکومت سره جګړه ده، خو د بهسود پر بې دفاع خلکو د طالبانو دغه برید د دوی له شعار سره په ټکر کې دی.
محقق وايي، سوال همدا دی، چې طالبان دغه قومي جګړه په خپله خوښه کوي او که یې د ځینو کورنیو او بهرنیو غونډو د فشارونو له امله د هرازه خلکو پر وړاندې پیل کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل