د مشرانو جرګې غړو د کال د وسط بودجې د تایید په خاطر خپله د دوبي رخصتي لس ورځې وځندوله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې حکومت د پارلماني چارو وزرات له لوري څو ورځې وړاندې له ملي شورا غوښتي و، چې خپلې د دوبي رخصتي د کال د وسط بودجې د تایید په خاطر وځندوي.
سناتوران د نن په غونډه کې د رخصتیو ځنډول غوښتنه ومنله او د رایو په اکثریت سره یې خپلې رخصتۍ لس ورځې نورې هم وځندولې.
د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن یکشنبې (چنګاښ ۳۰مه) د ورځې په غونده کې و ویل، چې د سنا اداري مجلس هم ترې د رخصتیو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.
له دې وروسته د جرګې رییس د رخصتیو د ځنډ موضوع رایې اچونې ته وړاندې کړه، چې د سناتورانو له خوا تایید شوه.
باید و ویل شي، چې د کال د وسط بودجه وړاندې د کابیني له خوا تایید شوې او د ملي شورا د تایید لپاره پارلمان ته لېږل شوې ده.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني