راپورونه وایي، داعش ډلې نېږدې دوه میاشتې وړاندې عبدالله قرداش مشهور په حاجي عبدالله العفري د خپل نوي مشر په توګه ټاګلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سپوتنیک د نیوز ویک امریکايي نشریې له قوله ویلي، چې د داعش د مشر په توګه د العفري ټاکل کېدل خپله د داعش د مشر او بنسټ ګر ابوبکر البغدادي په وړاندیز شوی دی.
سرچینه زیاتوي، داعش ډلې د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې عبدالله قرداش مشهور په حاجي عبدالله العفري د داعش د بنسټ ګر ابوبکر البغدادي پر ځای ټاکلی وو.
امریکا پرون اعلان وکړ، چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د دوی د ځانګړو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د سوریې په لوېدیځ ادلب کې وژل شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه خبري غونده کې د بغدادي د وژل کېدو پخلی وکړ او ویې ویل، چې هغه په چاودنه کې له منځه تللی خو امریکایي پوځیان توانېدلي د ډي ان اې له لارې یې وپېژني.
جمهورخبري آژانس:کابل