د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو په تېرو دوه اونیو کې ۳۲۸ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، طالبانو په دغه موده کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې بریدونه تر سره کړي دي.
د هغه په وینا د طالبانو په دغه بریدونو کې ۹۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي، چې تر ټولو ډېر تلفات په ننګرهاهر او تخار ولایتونو کې اوښتي دي.
طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر دغه څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما هم ویلي، چې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر شوي، چې زیاتره مرګ ژوبله یې ولسي وګړو ته اړولې ده.
یوناما د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کړی، چې د ملکي وګړو د خوندیتابه لپاره بېړني ګامونه اوچت کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل