دفاع وزارت:

د کندهار او هلمند د جګړو رهبري کوونکی طالب قوماندان و وژل شو

19 دلو 1399 ساعت 11:32

ملي دفاع وزرات وايي، هغه طالب قوماندان په یوه هوايي برید کې وژل شوی، چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې یې طالب جنګیالي رهبري کول.


ملي دفاع وزرات وايي، هغه طالب قوماندان په یوه هوايي برید کې وژل شوی، چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې یې طالب جنګیالي رهبري کول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د سلواغې ۱۹ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، وژل شوی طالب قوماندان ملا احمد نومېږي.

خبرپاڼه وايي، ملا احمد چې د طالبانو د لایزري قطعې یو تن قوماندان و دوه ورځې وړاندې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواب په برید کې ټپي شوی وو.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې ملا احمد نن د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې او مړ شوی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، ملا احمد د طالبانو هغه مشهور قوماندان و، چې په کندهار او هلمند کې یې طالب جنګیالي رهبري کول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په کندهار کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی دی او کابو هره ورځ ترې د مرګ ژوبلې راپوورنه ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 136230

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136230/

جمهور
  https://www.jomhornews.com