سوله د امریکا او سیمې د ځینو هېوادونو ګډه ډرامه ده، غواړي د مجاهدینو دور تکرار کړي
له څه کم دوه کلونو راهیسې د امریکا او طالبانو، افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې دي، امریکا له طالبانو سره د خپلو ګټو پر اساس یوه هوکړه وکړه، خو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ لا هم حتی په کوچنیو مواردو هم توافق نه دی شوی.
افغان حکومت او طالبانو له کابو پنځو میاشتو راهیسې بین الافغاني خبرې پیل کړې، خو اوس خبرې نېږدې په ټپه درېدلې، د افغان حکومت پلاوی په دوحه کې انتظار دی، خو طالب پلاوي د سیمې ځینو هېوادونو ته سفرونه پیل کړي.
د خبرو په پیل کې افغان ولس هیله من و، چې کېدای شي په یوه څه موده کې دواړه لوري سره یوه جوړجاړي ته ورسېږي، اوربند وشي او تل پاتې سولې ته لار هواره شي، خو د جګړې پر زیاتېدو او په امریکا کې د نوي حکومت د چارواکو په دې څرګندونو سره چې له طالبانو سره شوی تړون به له سره ارزوي نه یوازې دا چې د سولې خبرې پیکه شوې، بلکې ولس یې هم ناهیلی کړی دی.
دا چې په اوسنیو شرایطو کې د سولې پروسه د مثبت خوا ته روانه ده که د منفي، ایا رښتیا به تل پاتې سوله وشي که نه، د سیمې او نړۍ هېوادونه رول په سوله کې څه دی، څوک سوله غواړي او څوک یې نه غواړي، ولې د موقت حکومت ګنګوسې ګرمې شوې، څوک موقت حکومت غواړي څوک نه او حل لار څه ده، هغه سوالونه دي، چې د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون له مشر سناتور ډاکتر زلمي زابلي سره مو پرې خبرې کړې دي.
ښاغلی سناتور صیب زابلی، په اوسنیو شرایطو کې د سولې پروسه څنګه روانه ده، مثبت که منفي؟
سوله یوه پدیده نه ده، چې برخلیک به یې یوازې د افغانانو په لاس کې وي، په افغانستان کې سوله او جګړه خارجي او داخلي ابعاد لري چې لومړی به یې په داخلي ابعادو وغږېږو.
داخلي ابعاد یې دا دي، چې موږ د سولې په اړه تر اوسه داخلي اجماع نه لرو، ځکه موږ د بهرنیو د مداخلو له امله یو ملت نه یو، په قومونو، ډلو، ګوندونو او څو برخو سره وېشل شوي یو، همدا اوس په افغانستان کې ۱۰۳ سیاسي حذبونه، ۱۰۹۳ شوراګانې، ۳۵ مدني ټولنې لرو، چې دا د افغانستان په شان په یوه کوچني هېواد کې د خلکو پر عدم یووالي دلالت کوي او د ټولو بدبختیو اساس دی، دا تول د بهرنیو د مداخلو له لاسه، بهرنیان نه غواړي، چې د افغانستان خلک د یوه ملت په توګه راپورته شي او ژوند وکړي، دوی په خپله دې اجندا کې ښه بریالي شوي همدا اوس تاسې وګوري موږ یو واحد ملت نه یو، که وای، نو د خپل هېواد لپاره به مو یوه ملي اجندا درلودای، چې پر اساس یې ټول ارزښتونه خوندي شوي وای، که وګوو یو دیموګراسي غواړي سل یې نه غواړي، که موږ دیموکراسي راولو هغه دی وینۍ یې چې ټول خلک یې پر ضد راپورته شوي او جګړه ده، ان خپله هغه څوک چې د دیموکراسي نارې وهي، اصول یې نه پلي کوي، په پارلمان، سنا او ان ولسمشر خپله د دیموکراسي اصول نه دي پلي کړي او نه یې هم پلي کوي.
که د طالبانو وخت ته وګورو دومره افراطیت په کې و، چې پرته له پاکستان، سعودي او دوبۍ نورې نړۍ په رسمیت نه پېژندل په داسې حال کې، چې په ۲۱ مه پېړۍ کې له نړۍ پرته ژوند کول یو ګران کار دی، که د مجاهدینو دور وګور، په میلونونو شهیدان مو ورکړل، ټول اساسات مو ونړېدل، خو کله یې چې کابل ونیوه، کورنۍ جګړې یې پیل کړې، ټول ارزښتونه یې لوټ کړل افغانستان ټوکر ټوکر شو، که د کمونستان دور ته وګور هغوی پر خدای باور نه درلود، د برابری شعارونه یې ټول دروغ و، ځکه ملت تحمل نه شوای کړی، دا اوس چې کومه دیموکراسي روانه ده او اساسي قانون لرو، څوک ورته احترام نه لري او نه یې پلي کوي، د اساسي قانون د ۱۶۲ مادو څخه یوازې یوه دا ماده، چې کابل د افغانستان پلازمېنه ده، عملي شوی، نورې ټولې مادې له ما نیولې، تر سنا، پارلمان، ولسمشر، د هغه مرستیالان، وزیران او نور ټول تر پښو لاندې کوي، نو په داسې یوه حالت کې، چې نه ملت کې یووالي وي، نه په دولت، نه یې تر منځ همغږي و، نه د سولې لپاره یوه اجنډا ولري نه دا وي، چې ملت پر حکومت فشار راوي، په داسې یوه حالت کې به سوله څنګه وشي؟ نه کېږي.
د سولې خارجي ابعاد: ایا امریکايي ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي؟
دا خبره چې څوک کوي، امریکا وځي یوه ډېره ساده خبره ده، امریکا که شل ځله و وايي، چې وځي، که شل ځله له طالبانو سره توافق وکړي، که وايي، چې تر مۍ پورې به ۲۵۰۰ نور سرتېري هم وباسي دا ټولې دروغ خبرې دي، امریکا له افغانستان څخه نه وځي، دوی که مستقیم وي، که غیرمستقیم دلته به پاتې کېږي او دا پرېکړه یې کړې ده، دا چې په دې حالت کې به افغان ملت څه پرېکړه کوي، هغه دی وینو یې چې جګړه ده او ورځ تر بلې زیاتېږي، په حقیقت کې بهرنیان هم په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي، که امریکا ده، که روسیه ده، که چین دی، که پاکستان دی، که ایران دی، دوی قرار نه کښني، ځکه دوی دلته سیاسي، اقتصادي او استراتېژک اهداف لري، په سوله کې خو بیا د دوی دغه اهداف نه شي پلي کېدی، نو ځکه سوله نه غواړي، ځکه که جګړه دوام ولری نو څوک به مو اوبه وړي، څوک به مو معدن.
تاسو ګورۍ همدا اوس یې یوه بله پروژه پیل کړې، چې خبریالان، مدني فعالان او په ټول کې هغه افغانستان چې روشنفکره دي، پر هېواد او ولس یې زړه سوځي، ملي ګټې ورته ازښت لري یو په بل پسې په ماین چاودنو او هدفي بریدونو کې وژني، دا که په مخالفینو وژني او که په بل چا خو وژني یې، نو په داسې یوه حالت کې دا خبره چې په قطر کې به څو تنه ناست کسان موږ ته سوله راوي یوه ساده خبره ده.
آیا امریکا په افغانستان کې سولې ته ژمنه ده؟
نه، امریکا که په رښتیا افغانستان کې سوله غوښتی، نو ملګرو ملتونو ته به یې دا پروسه پر داسې شکل سپارلی واي، چې د اسلامي همکاریو سازمان خوا پر مخ وړل کېدی او ملګرو ملتونو به یې څار کاوه، د اسلامي هېوادونو سازمان ته به یې ویلي وايي، چې دغه دوه مخالف لوري«افغان دولت او طالبان» سره جوړ کړی، په دغه حالت کې به نه امریکا، نه انګلستان، نه روسیې، نه چین او نه هم نورو هېوادونو ته د مداخلې چانس و او یو داسې نظام به یې رامنځ ته کړی و، چې ټولو ډلو او قومونو په کې ځان لیدلی او د ټاکنو له لارې به یې ځان ته یو حکومت جوړ کړی وو.
همدا اوس تاسې وګورۍ د حکومت پلاوی په قطر کې انتظار ناست دی او طالبان په مسکو او تهران چکر وهي، دا دا مانا چې هلته یو درېیمګړی قوت نشته، دا هم د امریکا له لاسه، امریکا پوهېده، چې دوی«حکومت او طالبان» په خپلو کې نه جوړېږي، نو ښه دی، چې د سولې پروسه همداسې پېچلې مخ ته ولاړه شي تر څو امریکا په کې خپل اهداف په اسانه تر لاسه کړي، امریکا سوله نه راوي، که طالبان راولي هم نورې ډلې به جوړې کړي، ځکه د دوی موخه، د چین، روسیې، هند او ایران د اټومي پروسو کنټرول تر لاسه کول دي، د پاکستان هغه خو یې په کنټرول کې دي اوس غواړي، چې د افغانستان له لارې دغه هېوادونه تر خپل کنټرول لاندې راولي اسیايي هېوادونه چې دا مهال د مسکو په کنټرول کې دي، په خپله ولکه کې واخلي او د دیموکراسۍ په نوم یې داسې خطا کړي لکه موږ یې چې خطا کړو، په اصل کې امریکا غواړي د افغانستان له لارې په اسیايي هېوادونو کې د خپلې خوښې نظامونه جوړ کړي وروسته له هغې د دغه هېوادونو د تیلو او ګازو زېرمې په خپل لاس کې واخلي او د همدې لپاره راغلي دي.
یو خل بیا وایم، چې امریکا، انګلستان، چین، روسیه، پاکستان، ایران او ځینې نور په بهر کې او په کور د ننه حکومت، ولسمشر، د هغه مرستیالان، سیاسیون او نور جریانونه سوله نه غواړي، دا اوس چې کومې پروسې روانې دي، د دې لپاره چې ګډوډي رامنځ ته شي او دوی نړۍ ته وښيي، چې افغانان د سولې او جوړجاړي خلک نه دي، که امریکایان ووځي نو دوی به یو بل سره وخوري.
اوس د موقت حکومت آوازې خورا ګرمې دي، آیا موقت حکومت حل لار ده؟
د موقت حکومت اوازې هسې چټي خبرې دي او نه هم ستونزه حل کولی شي، په اصل کې دا هم د امریکا، انګلستان او پاکستان ګډه مافیايي پروژه ده، چې هدف یې د دې نیم بنده فاسد نظام چې خپله دوی هم په دې غلا او فساد کې ورسره ګډ دي ونړوي او افغانستان د ۷۱ ام او ۷۱ ام کلونو ته ستون کړي، چې چور ګډ شي، افغانستان لوټې لوټې شي، پاکستان او ایران خوشحاله شي او دوی په کې خپلې ګټې ولټوي.
په همدې فساد نظام کې چې پارلمان، قضایه قوه یې، کابینه یې او ان ۹۰ سلنه په فساد کې ښکېل دي امریکا په غلا کې ورسره شریکه ده، تاسو ګورۍ درې سناتوران چې په رشوت ونیول شول دا خو هسې خبره نه ده، یا دا چې سیګار وايي هره ورځ له هوايي ډګره ډالر بهر ته ځي، په دې کې خپله دوی شامل دي، که نه واي، نو یوه الوتکه هم د دوی له اجازې پرته نه ښکته کېدای شي او نه پورته کېدا شي، په ټول کې امریکا، انګلستان، روسیه، چین، پاکستان ایران، نه غواړي، چې دلته کوم نظام وي، بلکې غواړي ګډوډي، جګړې روانې وي او دوی خپلې ګتې په کې ولټوي، نو ځکه کله د موقت حکومت په رامنځ ته کولو عامه افکار په تشویش کې اچوي، کله په جنوب، کله په شمال او کله هم په مرکز کې یوه منصوعي ډرامه رامنځ ته کوي، قطر ته چې کوم کسان د سولې لپاره تللي هم ټول استخباراتي کسان دي، څه چې بېګا دوی ورته اجنډا جوړه کړي سهار به همغه کوي، تاسو وګورۍ که نه وای، په دوه کلونو کې دوی پر اجنډا نه دي جوړ شوي.
حل لاره څه ده، څنګه سوله راتلای شي؟
حل لار او سوله په یوه شي راتلای شي، په خدای ج توکل او ملت یو موتی کول او باور پرې کول، ملت باید راپورته شي، هغه که له هر قوم څخه وي، باید یو له بل سره همغږي رامنځ ته کړي، ټولنې جوړې کړي دا کار به وخت ونیسي، خو ورو ورو باید مخ ته ولاړ شي او پر یوه قوت بدل شي، دا اوسي داخلي بهرني جاسوس رهبران او مصنوعي مشران او مافیايی ډلې یې چې په افغانستان کې خپلې ګټې په جګړه او پردیو ته په چوپړ کې ویني پسې واخلي، د امریکا، انګلستان، روس، چین، پاکستان او ایران اجنداو ته نه و وايي، او په خپله داسې یو اسلامي نظام رامنځ ته کړي، چې هر څوک په کې خپل ځان و ویني او هر وګړي ته خپل حق ورسېږي، که ملت بیدار نه شي او داسې ملي خوځښتونه پیل نه کړي، سوله ناشونې ده ځکه پورته مو چې کوم هېوادونه یاد کړ هغوی بیا دا اجندا پیل کړې، چې افغانستان د مجاهدینو دور ته وګرځي او ټوکر ټوکر شي، بیا هم وايي، پردي موږ ته سوله نه راولي، که یې راولي هم داسې سوله به وي، لکه په زندان یا هدیره کې او هغه به هم لنډ مهالې وي، واقعي او تل پاتې سوله هغه مهال راتلای شي، چې موږ په ځانګړي ډول ځوان نسل راپورته شي او دا ملت یو موټی کړي.
جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض