اروپايي ټولنې له افغانستان سره د پورونو د پرې کولو په موخه د کابو درې میلیون یورو مرستې اعلان وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې د دې ټولنې د استازولی دفتر پرون سه شنبې د وري ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه مرستې له کولو خبر ورکړی دی.
سرچینه وايي، دا ۲ میلیون او نهه لکه یورو مرسته د پورونو د کمېدو په هدف شوي، څو د پایداره پرمختګ د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان لاس نیوی وشي.
د اروپايي ټولنې د استازولۍ د شارژدافیر ارنوټ پاوېلس په حواله راغلي، نننۍ مرسته د افغانستان لپاره یو ښه زیری دی ځکه د کووېډ- ۱۹ ناورین په منځ کې به د ټولنیزو، روغتیايي او اقتصادي لګښتونو د پوره کولو په برخه کې اغېزمنه تمامه شي.
د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي کووېډ-۱۹ د نړۍ ګڼ هېوادونه چې افغانستان هم په کې شامل دی پوروړي کړي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي سره له دې چې افغانستان ډېر پوروړی نه دی، خو د کرونا له امله مخ په ځوړ عواید د زیانمنتیا کچه پورته وړې ده.
دغه راز اعلامیه کې د هغو ۱۴۷ میلیونو یورو مرستې یادونه هم شوې چې د دې ټولنې له خوا د کرونا وبا د اقتصادي زیانونو د کنټرول لپاره افغانستان ته ورکړل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل