د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د کندهار پر هوايي ډګر د طالبانو د هاوان برید غندلی او دا یې د سولې بهیر د هڅو ګډوډول بللي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي که څه هم د هاوان دا برید مرګ ژوبله نه لري خو د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې اوسنۍ فرصت ګډوډوي.
نوموړي ویلي«موږ تل له خپلو سرتیرو څخه د شخصي دفاع حق لرو، خو په اوس وخت کې دلته زموږ تمرکز له دیپلوماتیکو هڅو د ملاتړ لپاره دی ترڅو وشو کولی چې د مذاکراتو له لارې یوې تلپاتې سولې او سیاسي توافق ته په رسېدو دا جګړه پای ته ورسوو.»
له بګرام وروسته د کندهار هوايي ډګر په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوی مرکز دی، چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ۷۰۰ سرتېري په کې مېشت دي.
دا په دوحه کې له امریکا سره د طالبانو له تړون وروسته دویم برید دی، چې پر بهرنیو ځواکونو یې کوي.
طالبانو وړاندې په پکتیا کې پر هغه مرکز هم د هاوان برید کړی و، چې بهرني ځواکونه په کې مېشت دي.
جمهورخبري آژانس:کابل