سعودي عربستان وایي، ۸۱ بندیان یې په یوه ورځ اعدام کړي دي. په اعدام شویو کې پر قتل د محکوم شویو ترڅنګ هغه کسان هم شامل دي چې له ترهګرو ډلو سره یې اړیکې درلودې. د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس پرون شنبه ویلي، په اعدام شویو کې د القاعده شبکې، د داعش او د حوثي ډلې غړي شامل و. سرچینې زیاته کړې، دغه کسان پر مهمو او حیاتي ځایونو د حملو د پلانولو او دې هېواد ته د وسلو د قاچاق په جرم په اعدام محکوم شوي و. جمهورخبري آژانس:کابل