د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي متقي او ښاغلي کاملوف لیدنه او خبرې ترکیه کې د انتالیا فورم غونډې وروسته شوې او دواړه د افغانستان او ازبکستان د اړیکو په اړه غږېدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي، ښاغلي متقي خپلو خبرو کې ښاغلي کاملوف ته و ویل، چې سیمه کې د باور جوړونې له لارې باید سیمه له جګړې وژغورل ي.
نوموړي ویلي، د سیمې هېوادونه باید د سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه چې په بېړه د بدلون په حالت کې دي یو پر بل باور زیات کړي تر څو سیمه د منقي سیاسي اختلافونو او جګړو څخه وژغورل شي.
په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزه او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او افغانستان او مرکزي آسیا د هېوادونو د راتلونکو اړیکو په اړه هم خبرې اترې شوې دي.
په ورته وخت کې ښاغلي کاملوف هم ټینګار کړي، چې افغانستان کې د یوالي او امنیت په ټینګښت سره د مرکزي او جنوبي آسیا هېوادونو لپاره ښه فرصت برابر شوی، تر څو سوداګریزې، د انرژۍ د انتقال، ترانسپورټ او نورو لویو اقتصادي پروژو په عملي کولو کې برخه واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل