میثم آشتياني د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده پیل کړه
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د ایران د ساحلي فوټبال له روزونکي میشام آشتياني سره یې د افغانستان د ملي لوبډلې د مشري کولو تړون لاسلیک کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له ښاغلي اشتیاني سره یې تړون نن دوشنبه د تلې په ۹مه لاسلیک شو او رسماً یې په کار پیل وکړ.
د اعلامیې پر بنسټ له ښاغلي اشتیاني سره تړون «لنډ مهاله» دی او که ملي لوبډله ښې پایلې ترلاسه کړي، تمدید به شي.
د يادونې وړ ده، چې ښاغلي اشتياني د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
له دې سره سره د هېواد د فوټبال فدراسیون وايي چې ډېر ژر به د فوټبال ملي لوبډلې ته نوی مشر روزونکی معرفي کړي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې سر روزونکی نه لري.
د انګلستان د ملي لوبډلې مشر روزونکي اشلي ویسټ ووډ په دې وروستیو کې د خپلې استعفا د رسمي اعلان پرته له یوې بلې اسیايي لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.
جمهورخبري آژآنس