د مقاومت جبهه: د کورنیو چارو وزارت یو طالب چارواکی مو وواژه

15 میزان 1403 ساعت 9:44

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د تخار په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو په یوه برید کې د کورنیو چارو وزارت یو چارواکی وژل شوی دی.


د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د تخار په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو په یوه برید کې د کورنیو چارو وزارت یو چارواکی وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغې جبهې تېره شپه د تلې په ۱۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې جبهې ځواکونو د تخار په مرکز تالقان کې د کورنیو چارو وزارت د لوژستیک د څانګې د غړي ملا نورمحمد په موټر د ماین چاودنه کړې ده.

تېر مازدیګر د خبرځاى د څرګندونو له مخې په دې بريدکې مولوي نورمحمد ووژل شو او يو بل طالب ټپي شو.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه هدفمند او بریالي عملیات د تالقانو ښار د «ملا عبدالودود شهید عالي لېسې» مخې ته ترسره شول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ملا نورمحمد "پدرزان" د تخار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان و.

د مقاومت جبهې وويل چې په دې بريد کې د دغې جبهې ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176161

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176161/

جمهور
  https://www.jomhornews.com