په کنړ کې سیلابونه؛ ۷ تنه مړه او ټپیان شول

15 میزان 1403 ساعت 10:45

په کونړ کې ځايي سرچينې وايي، په کونړ کې د سېلابونو له امله اووه تنه مړه او ټپيان شوي دي.


په کونړ کې ځايي سرچينې وايي، په کونړ کې د سېلابونو له امله اووه تنه مړه او ټپيان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې، دغه سېلابونه تېر ماښام د کونړ ولايت د نرنګ ولسوالۍ په لمتاک سيمه کې له سختو اورښتونو وروسته ١٤ مترو ته رسېدلي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د دې سېلاب په پايله کې يو تن وژل شوى او شپږ نور ټپيان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دغه راز د لومړنيو شمېرو پر بنسټ، د تېر ماښام د سېلابونو له امله څه باندې ٦٠ د استوګنې کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون او نن یکشنبه د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د تودوخې درجه ۱۵ درجې ده، چې د سېلابونو او ورښتونو د ورښت اټکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176163

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176163/

جمهور
  https://www.jomhornews.com