متقي د سیمې هېوادونو له استازو سره کتلي دي

16 میزان 1403 ساعت 9:07

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په روسیه کې د خپلو کتنو په لړ کې د چین، ایران، ازبکستان، پاکستان او هند له استازو سره په کتنه کې د دوه اړخیزو، سیاسي او اقتصادي اړیکو په تړاو خبرې کړې دي.


د طالبانو د بهرنیو چارو  سرپرست وزیر په روسیه کې د خپلو کتنو په لړ کې د چین، ایران، ازبکستان، پاکستان او هند له استازو سره په کتنه کې د دوه اړخیزو، سیاسي او اقتصادي اړیکو په تړاو خبرې کړې دي.

طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې کتنه کې، متقي په هېواد کې اوسنی امنیت د افغانستان او د سیمې هېوادونو په ګټه بللی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې، په دې کتنه کې ځانګړو استازو له افغانستان سره د تعاملاتو او هر اړخیزو همکاریو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.

له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمت غونډه کې د طالبانو سره پر فعالانه تعامل ټينګار کړی و.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176198

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176198/

جمهور
  https://www.jomhornews.com