ستانکزی: هېچا ته په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوو

16 میزان 1403 ساعت 9:10

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وايي د دوی حکومت له ټولو هېوادونو سره د ورته تعامل غوښتونکی دی.


د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وايي د دوی حکومت له ټولو هېوادونو سره د ورته تعامل غوښتونکی دی.

نوموړي تېره ورځ د تلې ۱۵ مه د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستغونډه کې وویل، چې سرپرست حکومت د متوازن سیاست پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي.

شېر محمد عباس ستانکزی زیاته کړه، هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چا ته به اجازه ورنه کړي چې، د هېواد امنیت ګډوډ کړي او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

ورته مهال، د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور وايي چې، سرپرست حکومت په ګاونډیو، سیمې او د نړۍ په هېوادونو کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 176199

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176199/

جمهور
  https://www.jomhornews.com