د طالبانو د مشر نوی فرمان:

دولتي چارواکي په تدارکاتي قراردادونو کې د داوطلبۍ حق نه لري

16 میزان 1403 ساعت 9:14

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په یوه نوي فرمان کې ویلي، دولتي چارواکي په تدارکاتي قراردادونو کې د داوطلبۍ حق نه لري.


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په یوه نوي فرمان کې ویلي، دولتي چارواکي په تدارکاتي قراردادونو کې د داوطلبۍ حق نه لري.

د عدلیې وزارت ویاند، برکت الله رسولي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د وزارتونو او ادارو د تدارکاتو او تړونونو د روڼتیا په هکله د سرپرست حکومت د رهبر د فرمان پر بنسټ، په تدارکاتو، کان کېندنې او نورو تړونونو کې چې، عامه شتمنۍ وي، دولتي چارواکي او مامورین نه‌شي کولی، په مستقیم یا غیر مستقیمه توګه د داوطلب په توګه، ګډون وکړي.

هغه زیاته کړې خصوصي شرکتونه چې، چارواکي او مامورین په هغو کې ونډه‌وال او یا مسوول وي هم د دغه فرمان د ذکر شوي حکم تابع دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176200

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176200/

جمهور
  https://www.jomhornews.com