د بشري حقونو د څار ډله:

طالبانو د پخواني رژیم ښځینه پولیسانې ګواښلي دي

19 میزان 1403 ساعت 14:36

د بشري حقونو د څار اداره وايي، په افغانستان کې د پخواني رژیم او طالبانو د رژیم پر مهال له ښځینه پولیسو سره ناوړه چلند شوی دی.


د بشري حقونو د څار اداره وايي، په افغانستان کې د پخواني رژیم او طالبانو د رژیم پر مهال له ښځینه پولیسو سره ناوړه چلند شوی دی.

دغه سازمان د پنشنبې په ورځ د تلې په ۱۹ مه نېټه د دوه ګوني خیانت تر نامه لاندې یو راپور خپور کړ: «په تېر او اوسني وخت کې له ښځینه پولیسو سره ناوړه چلند» او ویل شوي چې په تېر حکومت کې طالب چارواکو ښځینه پولیسې ته ګواښونه کول.

په دې راپور کې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو د چارواکو ګواښونه په هېواد کې دننه او بهر له یو شمېر ښځینه پولیسو سره تر مرکو وروسته مستند شوي دي.

په راپور کې راغلي: "په افغانستان کې له ښځو سره دوه ګونی خیانت شوی، لومړی د پخواني حکومت له خوا چې چارواکي یې د پراخو جنسي تیریو مسوول وو، او بیا د طالبانو له خوا ګواښل شوي دي."

مرکه کونکو وویل چې دوی ته د طالب چارواکو لخوا "ډارونکي" تلیفونونه راغلي چې دوی ته یې ویلي چې د دوی د پخوانیو کارونو راپور ورکړي. د دغه راپور له مخې، دوی د طالبانو د ګواښونو له امله پټ شوي دي.

په راپور کې راغلي: "په سلګونو ښځینه پولیسې د پخواني حکومت له خوا په دندو ګمارل شوي پر مهال د خپلو نارینه همکارانو او قوماندانانو له خوا ځورول شوې او جنسي تیري شوي دي."

طالبانو د یو شمېر ښځینه پولیسو په اړه چې د خپلو خپلوانو له خوا وژل شوي، نه دي څېړلي. په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې د دغو پخوانیو ځواکونو ډېری یې د ایران او پاکستان په هېوادونو کې د بې وزلۍ ژوند کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان له هغو هېوادونو څخه چې په افغانستان کې یې د هغوی د روزنې او کارموندنې له پروګرامونو ملاتړ کاوه، د پخوانیو ښځینه سرتېرو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

باید وویل شي چې په پخواني نظام کې؛ امريکا، کاناډا، جرمني، جاپان او د اروپايي ټولنې هېوادونو هغه مهال د افغان ښځينه پوليسو ملاتړ وکړ.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176365

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176365/

جمهور
  https://www.jomhornews.com