د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

22 میزان 1403 ساعت 20:21

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د هانګ کانګ ملي لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د هانګ کانګ ملي لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه نن یکشنبه د تلې ۲۲ مه په عمان کې ترسره شوه.

د دې لوبې په لومړۍ نیمايي کې د هانګ کانګ د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه.

په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان توپ وهونکي؛ کریم جنت ۳ لوبغاړي، فریدون داودزي ۲ لوبغاړي او ننګیال خروټي، شرف الدین اشرف، محمد غضنفر او بلال سمیع یو یو لوبغاړی له لوبې بهر کړ.

خو؛ په دویمه نیمايي کې افغان لوبغاړو ۱۴ منډې وکړې او یوازې د خپلو دریو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یې ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.

افغانستان به په دې ټورنمنټ کې خپله راتلونکې لوبه د دوشنبې په ورځ له عمان سره وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176469

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176469/

جمهور
  https://www.jomhornews.com