د عراق له زندانونو درې تنه نور افغانان خوشې شول

25 میزان 1403 ساعت 9:10

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د عراق له زندانونو درې تنه نور افغانان راخوشې شول.


د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د عراق له زندانونو درې تنه نور افغانان راخوشې شول.

یاد وزارت ویلي، چې دغه درې تنه چې په عراق کې بندیان وو او د روانې تلې میاشتې په ۲۲مه له بندخونې ازاد شوي او بیا د ایران له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کسان د اسنادو د نشتوالي له امله شپږ میاشتې بندیان وو چې د افغانستان سفارت په همکارۍ را خوشې شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176582

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176582/

جمهور
  https://www.jomhornews.com