دایکندي کې ترافیکي پېښه: ۱۴ تنه مړه او ټپیان شول

25 میزان 1403 ساعت 13:25

په دايکنډي کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په دايکنډي کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن د غبرګولي په ٢٤مه، د دايکنډي ولايت د ميرامور ولسوالۍ په کوتل "ګرګي" کې هغه مهال رامنځته شوه، چې يو فلانکوچ ډوله موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې دوه مېرمنې وژل شوي او د يو شمېر ښځو او ماشومانو په ګډون ١٢ نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې په دايکنډي کې هم ورته پېښه شوې وه؛ ۳ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

په دايکنډي کې د دې ډول پېښو لاملونه بې احتياطي او د سړکونو خرابوالى بلل کېږي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 176603

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176603/

جمهور
  https://www.jomhornews.com