په کندهار کې اورلګیدنه: نږدې پنځوس میلیونه افغانۍ زیان اوښتی

25 میزان 1403 ساعت 16:11

په کندهار کې ځايي سرچينې وايي، چې په کندهار ښار کې سخته اور لګېدنه رامنځته شوې ده.


په کندهار کې ځايي سرچينې وايي، چې په کندهار ښار کې سخته اور لګېدنه رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه اورلګېدنه نن د تلې په ٢٥مه، د کندهار ښار د پنځمې ناحيې اړوند د "بوش" په بازار کې شوې ده.

سرچينې زياته کړې، که څه هم د اور لګېدنې له امله د اوښتو زيانونو کره شمېره نه ده معلومه. خو سوداګر وايي، چې په دې اور لګېدنه کې شاوخوا پنځوس میلیونه افغانۍ سوداګریز مالونه سوځېدلي دي.

په دې اور لګېدنه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل نه دی روښانه شوی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176623

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176623/

جمهور
  https://www.jomhornews.com