طالبان:

هغه داعشیان چې د کابل، بامیان او غور په بریدونو کې یې لاس درلود له منځه مو یووړل

30 میزان 1403 ساعت 9:49

د طالبانو د ډلې ویاند ادعا وکړه چې دغې ډلې د داعش ډلې هغه غړی چې په کابل، بامیان او غور کې یې په حملو کښې لاس درلود له منځه وړی دی.


د طالبانو د ډلې ویاند ادعا وکړه چې دغې ډلې د داعش ډلې هغه غړی چې په کابل، بامیان او غور کښې یې په حملو کې لاس درلود له منځه وړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبې (د تلې ۳۰مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې په غور ولایت کې یې د داعش وسله واله ډله له منځه وړې ده.

طالبانو لیکلي، چې دا ډله هماغه ډله وه، چې د سنبلې په ۲۲ مه یې د غور په مرکز کې پر شیعه ولسي وګړو برید وکړ، چې تر شلو زیات کسان یې ووژل او په غور، کابل او بامیان کې یې هم په ګڼو بریدونو کې لاس درلود.

مجاهد وايي، له تېرې یوې اونۍ راهیسې د دې ډلې د ځانګړو جنګیالیو په ملاتړ د دوی پر ضد عملیات پیل شوي او د عملیاتو په پایله کې د داعش یو شمېر غړي نیول شوي او په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.

د طالبانو ویاند وايي، دغه عملیات د غور ولایت د مرکز اړوند په مارکو سیمه کې د دوی پر یوه پټنځای شوي، چې په پایله کې یې د دغې ډلې مشر او یو بل مهم غړی وژل شوی دی ترلاسه شوي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي، چې له بده مرغه دغه داعش په مستقيم ډول په بلوچستان کې د داعش له مرکزونو څخه رهبري کېده، دوی هم خپل ټول بريدونه په بلوچستان کې د داعش د خراسان څانګې د مشرتابه تر مستقيمې لارښوونې لاندې ترسره کول.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 176765

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176765/

جمهور
  https://www.jomhornews.com