د افغان – قزاق دویم نندارتون په الماتا ښار کې پرانیستل شوی دی

30 میزان 1403 ساعت 10:14

د راپورونو له مخې د افغان – قزاق دویم درې ورځنی نندارتون، په الماتا ښار کې پرانیستل شوی دی.


د راپورونو له مخې د افغان – قزاق دویم درې ورځنی نندارتون، په الماتا ښار کې پرانیستل شوی دی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغان-قزاق نندارتون د جوړېدو هرکلی کړی وايي دغه نندارتون به د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او سکتوري اړیکو پر پراختیا مثبت اغېز ولري.

له دې سره هم‌مهاله، په دغه نندارتون کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال افغانستان په سوېلي او منځنۍ اسیا کې د قزاقستان مهم او نه بېلېدونکی سوداګریز شریک بللی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په افغان-قزاق نندارتون کې ۲۵۰ افغان سوداګرو د افغانستان کورني تولیدات، لکه شيريني باب، وچه او تازه مېوه، ګاڼې، لاسي صنایع، د څرمنې صنایع، غالۍ او ودانیز مواد په ۷۰ غرفو کې چې، ۱۲ یې ښځو ته ځانګړې شوې دي، د درې ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 176774

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176774/

جمهور
  https://www.jomhornews.com