په لغمان کې ترافیکي پېښه. ۱۵ تنه مړه او ټپیان شول

30 میزان 1403 ساعت 10:20

په لغمان کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په لغمان کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچينې زياته کړې، چې دغه پېښه تېره شپه د  تلې په ٢٩مه د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل – جلال اباد د لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې چې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، پنځه تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

ويل کيږي چې دغه پيښه د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176778

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176778/

جمهور
  https://www.jomhornews.com