پر غزې د اسرائیلي رژیم د وحشيانه بریدونو دوام؛

په تېرو ساعتونو کې ۱۱۵ تنه شهیدان شوي دي

1 عقرب 1403 ساعت 19:26

د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو د حملو د شهیدانو شمیر ۴۲ زره او ۷۱۸ کسانو ته رسیدلی دی.


د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو د حملو د شهیدانو شمیر ۴۲ زره او ۷۱۸ کسانو ته رسیدلی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت د غزې تړانګې د روغتیا وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې پر غزې تړانګې د اسرائیلي رژیم د پوځ په بریدونو کې د شهیدانو او ټپیانو وروستۍ احصایې اعلان کړې دي.

په غزې تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، د تیر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلي پوځیانو د بریدونو په پایله کې ۴۲۷۱۸ تنه شهیدان شوي دي.

دغه راز دفلسطین دغه طبي موسسې وویل چې په غزې تړانګې کښې دجګړې له پیل راهسې د اسرائیلو د رژیم د پوځیانو په حملو کښې د ټپیانو ټولټال شمیر ۱۰۰ زره ۲۸۲ تنو ته رسیدلی دی .

د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو پوځ ۷ جنایتونه او وژنې کړي دي.

همداشان د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو او فلسطین د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د غزې په تړانګه باندې د اسرائیلي پوځ د تیرې شپې په بریدونو کې ۱۱۵ تنه شهیدان شوي او ۴۸۷ تنه ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت ټینګار کړی چې یو شمېر شهیدان او ټپیان لا هم په کوڅو او سړکونو کې تر خاورو لاندې پراته دي او نیواکګر دوی ته د مرستو رسولو مخه نیسي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176853

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176853/

جمهور
  https://www.jomhornews.com