د طالبانو ډلې ادعا کړې چې ۷۰۰ زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده

22 عقرب 1403 ساعت 16:39

د طالبانو د ډلې د اقتصاد وزارت چارواکو د اقتصادي کمیسیون د تخنیکي کمیټې په غونډه کې وویل چې ۷۰۰ زره هیوادوالو ته د کار زمینه برابروي.


د طالبانو د ډلې د اقتصاد وزارت چارواکو د اقتصادي کمیسیون د تخنیکي کمیټې په غونډه کې وویل چې ۷۰۰ زره هیوادوالو ته د کار زمینه برابروي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې اونیزه غونډه په مرمرین ماڼۍ کې ترسره شوه او له اجنډا سره سم په کې پر وړاندې شویو موضوعاتو خبرې وشوې.

طالبانو ویلي، غونډې ته د چرګانو د سکتور د خودکفا کولو پالیسي وړاندې شوه او له هراړخیزو بحثونو وروسته د اقتصادي کمیسیون تخنیکي کمیټې د تعدیلاتو په راوستلو سره پالیسي تصویب کړه.

طالبانو ادعا کړې چې د دغه پلان په پلي کېدو سره به افغانستان د چرګانو په برخه کې په بشپړ ډول پر ځان بسیا شي او شاوخوا ۷۰۰ زره هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې د جوړو شویو او تر ترمیم لاندې اماراتو سړو خونو په اړه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت راپور وړاندې شو.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177563

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177563/

جمهور
  https://www.jomhornews.com