هېواد کې پر ۲۱ سترو کانونو ۴۱۵ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې

4 قوس 1403 ساعت 10:51

د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، د افغانستان د ۲۱ لویو کانونو پر اکتشاف، استخراج او پروسس ۴۱۵ میلیارده افغانۍ پانګونې شوې دي.


د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، د افغانستان د ۲۱ لویو کانونو پر اکتشاف، استخراج او پروسس ۴۱۵ میلیارده افغانۍ پانګونې شوې دي.

د اقتصادي مرستیالۍ د معلوماتو لمخې، دغه پانګونې د سرو زرو، اوسپنې، یاقوت، د کرومایت ډبرو، سمنټو، د ډبرو سکرو، سرب او جستو پر کانونو شوې دي.

د اقتصادي مرستیالۍ په خبرپاڼه کې راغلي، د لومړنۍ سروې له مخې، افغانستان د ۳ ټریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي سرچینې لري او اوس مهال د نورو لویو کانونو د جیولوژیکي او جیوفزیکي مطالعاتو کارونه بشپړ شوي او  پانګوالو ته د دغو کانونو د سپارلو بهیر روان دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177992

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177992/

جمهور
  https://www.jomhornews.com