روسیه: فرانسه به د اوکراین د له منځه وړلو لامل شي

4 قوس 1403 ساعت 10:56

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، فرانسې اوکراین ته پر روسیې د برید کولو اجازه ورکړې چې دا به د اوکراین د له منځه وړلو لامل شي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، فرانسې اوکراین ته پر روسیې د برید کولو اجازه ورکړې چې دا به د اوکراین د له منځه وړلو لامل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو ویلي، اوکراین کولی شي پر روسیې د برید لپاره فرانسوي اوږد واټنه توغندي وکاروي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل چې اوکراین کولی شي د ځان د دفاع لپاره د روسیې په لور د فرانسوي اوږد واټن توغندي ور وتوغوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د اوکراین متحدان هڅه کوي خپل دریځونه یو بل ته نږدې کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177995

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177995/

جمهور
  https://www.jomhornews.com