طالبان: د افغان مهاجرینو د ستونزو حل زموږ له لومړیتوبونو څخه دی

5 قوس 1403 ساعت 15:00

په تهران کې د افغانستان د سفارت مشر د طالبانو د ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو له وزیر خلیل الرحمن حقاني سره وکتل.


په تهران کې د افغانستان د سفارت مشر د طالبانو د ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو له وزیر خلیل الرحمن حقاني سره وکتل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو ډلې په یوه بیان کې لیکلي، چې په تهران کې د افغانستان سفارت مشر مولوي فضل محمد حقاني د دغې ډلې د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر خلیل الرحمن حقاني سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د ایران په اسلامي جمهوریت کې د مېشتو افغان کډوالو د شته ستونزو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

دغو دواړو کاندیدانو ستونزو ته د حل لارو په موندلو او د مهاجرینو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

خلیل الرحمن حقاني ټینګار کړی چې د افغان مهاجرینو د ستونزو حل د طالبانو د امارت له لومړیتوبونو څخه دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178056

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178056/

جمهور
  https://www.jomhornews.com