فراه کې د ۶۰۰ زره ډالرو په لګښت د چرګانو حلال‌ځای جوړ شو

8 قوس 1403 ساعت 8:21

په فراه ولایت کې د څو ملي سوداګرو په ګډ مالي ملاتړ د ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د زاهد طیور د چرګانو حلالي شرکت جوړ او د سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.


په فراه ولایت کې د څو ملي سوداګرو په ګډ مالي ملاتړ د ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د زاهد طیور د چرګانو حلالي شرکت جوړ او د سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس شمس الحق اجمل د یاد شرکت د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې په فراه کې ټولو ملي سوداګرو او پانګوالو ته د پانګونې لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې او دوی کولای شي د تولیدي او صنعتي شرکتونو او کارخونو لپاره اړین جوازونه په اسانۍ ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په فراه کې اوس مهال ۴۰ تولیدي کارخونې فعالې دي، چې په هره کارخونه کې شاوخوا ۵۰ تنه په کار بوخت دي.

نوموړي د تولیدي شرکتونو له مسوولینو وغوښتل، چې د چاپېریال ساتنې او روغتیا معیارونه په پام کې ونیسي او باکیفیته محصولات تولید کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178147

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178147/

جمهور
  https://www.jomhornews.com