د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی

8 قوس 1403 ساعت 8:29

د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په ۱۳ولایتونو کې نن د ورښتونو او احتمالي سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.


د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په ۱۳ولایتونو کې نن د ورښتونو او احتمالي سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تخار، بغلان، بامیان، پنجشېر، سرپل، جوزجان، دایکنډي، هلمند، کندهار، غور، فراه، بادغیس او هرات کې نن له پنځلسو تر پنځه‌دېرش ملي متره پورې د ورښتونو اټکل شته دی.

د خبرپاڼې له‌‌مخې په لوړو او سړو سیمو کې ممکن نن واورې ووریږي.

په‌دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه هم اړولي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178151

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178151/

جمهور
  https://www.jomhornews.com