میدان وردګو کې روان کال د پوهنې برخه کې۴۱ پروژې پلې شوې

8 قوس 1403 ساعت 8:31

د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د روان ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د پوهنې په برخه کې د څه باندې ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۱ بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.


د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې  د روان ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د پوهنې په برخه کې د څه باندې ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۱ بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پوهنې ریاست د مسوولینو په وینا، له دغو پروژو څخه ۲۲ ښوونځي او دیني مدرسې د پوهنې وزارت له بودجې ترمیم شوې دي، او پاتې ۱۲ اساسي او ۷ نورې د واش پروژې د یونیسف په مالي ملاتړ بشپړې شوې دي.

یادې پروژې د میدان ښار په ګډون د ولایت ټولو ولسوالیو کې پلې شوې دي، چې لرې پرتو سیمو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د یادولو وړ ده، دغه پروژې د ښوونځیو او دیني مدرسو ترڅنګ کتابتونونه او نورې اړوندې اسانتیاوې هم لري.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178152

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178152/

جمهور
  https://www.jomhornews.com