۲۰۲۴ کال کې د ناچاودو توکو له امله ۱۳۷ تنه وژل شوي او ۳۳۰ نور ټپيان دي

26 قوس 1403 ساعت 7:44

د ماینونو د پاکوالي، همغږۍ او انسجام ادارې ريیس نورالدین وايي، د روان زیږدیز کال له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې د ماینونو د چاودنې ۲۴۰ پېښې رامنځته شوي چې، په پایله کې یې ۱۳۷ کسان وژل شوي او ۳۳۰ نور ټپيان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رستم خېل  وايي، د ۲۰۲۴ کال له پيله تراوسه په ټول افغانستان کې، د ۲۴۰ په شاوخوا کې حادثې رامنځته شوې دي، دغه حادثې په ټولیزه توګه ۴۷۰ تنه قربانیان لري له دې جملې څخه ۳۸۶ ماشومان دي چې، هغه شهیدان او ټپیان دي.

په ۲۰۲۴ کال کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله د وژل شویو کسانو شمېر«۱۰ نارینه، ۲ ښځې، ۱۰۳ هلکان، ۲۲ نجونې دي.»

په ۲۰۲۴ کال کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله د ټپیانو شمېر «۵۳ نارینه، ۱۶ښځې، ۲۲۶ هلکان، ۳۸ نجونې دي.»

د ماینونو د تطهیر، همغږۍ او انسجام رييس زیاتوي، د روان زیږدیز کال له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۵۰ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه شوې او همداراز هېوادوالو ته د عامه پوهاوي په برخو کې ۵۷ ډلې هم فعالیت لري.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 178623

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178623/

جمهور
  https://www.jomhornews.com