د روسیې د تحقیقاتو کمیټې اعلان وکړ چې د روسیې د اټومي ساتنې د ځواکونو لوی درستیز جنرال او د هغه مرستیالان په مسکو کې د یوې بمي چاودنې له امله وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال ایګور کریلوف، چې د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي دفاعي ځواکونو مشر دی، د کریملین د جنوب ختیځ په اوه کیلومترۍ کې د ریازانسکي په کوڅه کې له یوې ودانۍ بهر وژل شوی دی.
د تحقیقاتو کمیټې اعلان وکړ: "د روسیې فدراسیون د وسله والو ځواکونو د وړانګو، کیمیاوي او بیولوژیکي ساتنې ځواکونو مشر ایګور کریلوف او د هغه مرستیال وژل شوي دي."
دا چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې اوکرایني څارنوالانو کریلوف په اوکراین کې د منع شویو کیمیاوي وسلو په کارولو تورن کړ.
روسي چارواکو تر اوسه په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس