د بخش اباد بند د لومړي فاز چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي

1 جدی 1403 ساعت 9:18

د طالبانو اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د فراه ولایت د بخش‌اباد بند د دغه وزارت یوه لویه پروژه ده چې د ۱۳۶۰ میلیونه متر مکعبه اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لري او ۲۷ میګاواټه برېښنا تولیدوي.


د طالبانو اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د فراه ولایت د بخش‌اباد بند د دغه وزارت یوه لویه پروژه ده چې د ۱۳۶۰ میلیونه متر مکعبه اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لري او ۲۷ میګاواټه برېښنا تولیدوي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې د یاد بند د لومړي فاز رغنیزې چارې شاوخوا ۶۰ سلنه مخته تللې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه، د افغانستان د انرژۍ اړتیاوو ته په پام سره، د برېښنا د تولید د بندونو په برخه کې د خصوصي سکټور پر ډېرې پانګونې ټینګار کوي.

تر دې وړاندې د اوبو او برېښنا وزارت ویلي وو چې د بخش اباد بند د جوړولو لپاره ۴۳۰ میلیونه ډالره بودجې ته اړتیا ده او طالبانو د دې بودجې د پوره کولو لپاره د خلکو مالي همکارۍ ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178741

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178741/

جمهور
  https://www.jomhornews.com