د طالبانو ډله د متقاعدینو معاشونه ورکوي

1 جدی 1403 ساعت 17:01

د طالبانو د ډلې غایب مشر د دغې ډلې د مالیې وزارت ته امر کړی چې د متقاعدینو معاشونه دې ورکړي.


د طالبانو د ډلې غایب مشر د دغې ډلې د مالیې وزارت ته امر کړی چې د متقاعدینو معاشونه دې ورکړي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو د ډلې غیر حاضر مشر ملا هبت الله اخندزاده د دغې ډلې تر کنټرول لاندې د مالیې چارو وزارت ته امر کړی چې د متقاعدینو معاشونه دې ورکړي.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو ډلې ته د افغانستان له تسلیمیدو وروسته دغې ډلې تر اوسه د متقاعدینو معاشونه نه دي ورکړي.

د افغان متقاعدینو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۱ کال د راپور له مخې، په هېواد کې شاوخوا ۱۷۰ زره ملکي او نظامي متقاعدین شتون لري.

تقاعد هغه پیسې دي چې پخوانیو دولتي کارمندانو ته د تقاعد وروسته ورکول کیږي او د کارمند له مړینې وروسته د هغه میرمنې یا تر 18 کلنۍ پورې ماشومانو ته ورکول کیږي.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د مشخصو دلایلو له وړاندې کولو پرته په افغانستان کې د تقاعد سیستم لغوه کړ او د هبت الله اخندزاده د حکم له مخې د ۱۴۰۳ کال له لومړۍ نېټې راهیسې په افغانستان کې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو نه د تقاعد پیسې نه اخیستل کېږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178757

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178757/

جمهور
  https://www.jomhornews.com