هارون حکیمي د جنسي تیري له تورونو برائت تر لاسه کړ

1 جدی 1403 ساعت 17:07

د امریکا په ویرجینیا ایالت کې یوې محکمې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال او د دغه هېواد پخوانی ډیپلومات هارون حکیمي چې د جنسي تیري په تور نیول شوی و، بې ګناه اعلان کړ.


د امریکا په ویرجینیا ایالت کې یوې محکمې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال او د دغه هېواد پخوانی ډیپلومات هارون حکیمي چې د جنسي تیري په تور نیول شوی و، بې ګناه اعلان کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني اعلان کړی، چې د دغه وزارت پخوانی مرستیال هارون حکیمي د جمعې په ورځ د ویرجینیا ایالت په محکمه کې برائت ورکړل شو.

هارون حکيمي ویلي: «ما هيڅ جرم نه دی کړی او پر ما د جنسي تيري تورونه درواغ دي. زه خوشحاله یم چې محکمه هم په دې وتوانیدله چې ما کومه ګناه نه ده کړې.»

هغه زیاته کړه: "موږ افغانان باید دا زده کړو چې د امریکا په څېر هېواد کې چې قانون حاکم وي، د شخصیت وژنې او دروغجن تورونه به کار ونه کړي."

هارون حکيمي تېره مياشت د يوې ٢٧ کلنې مېرمنې له خوا د جنسي تېري په تور نيول شوى و، خو حکيمي دغه تورونه بې بنسټه وبلل.

هارون حکيمي د افغانستان په تېر حکومت کې د ډيپلومات او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستيال په توګه کار کړی دی.

هغه خبر چې پر هغه د جنسي تیري تور لګول شوی، ډیری غبرګونونه راوپارول. يو شمېر افغانانو او سياستوالو پر هغه نيوکې وکړې او نورو يې ملاتړ وکړ.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178759

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178759/

جمهور
  https://www.jomhornews.com