د انټرنېټ او ټیلیفونونو بیه راټیټه شوې ده

12 جدی 1403 ساعت 20:36

د طالبانو ډلې د مخابراتو، ټکنالوژۍ او اطلاعاتو وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې د انټرنټ او ټیلیفونونو بیې راټیټې کړې دي.


د طالبانو ډلې د مخابراتو، ټکنالوژۍ او اطلاعاتو وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې د انټرنټ او ټیلیفونونو بیې راټیټې کړې دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هېواد د مخابراتو، ټکنالوژۍ او اطلاعاتو وزارت لپاره د طالبانو د ډلې ویاند عنایت الله الکوزي نن په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې د انټرنټ، مکالمو او پیغامونو د بیې د راټیټولو پرېکړه یې کړې ده.

نوموړی وایی، د مخابراتی خدمتونو د تنظیم ادارې یا ایټرا د پرېکړې پر بنسټ، د یوه جی بی انټرنېټ بیه ۹۵ افغانۍ او د یوې دقیقې زنګ بیه له ۱.۳۰ څخه تر ۱.۴۰ افغانۍ ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179066

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179066/

جمهور
  https://www.jomhornews.com