لغمان؛ د چرګانو فارمونو کې ۲زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

16 جدی 1403 ساعت 5:56

د لغمان ولایت د چرګانو د اتحادیې مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د چرګانو په فارمونو کې دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابرې شوې ده.


د لغمان ولایت د چرګانو د اتحادیې مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د چرګانو په فارمونو کې دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابرې شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره د بېلابېلو سوداګرو لورې په ۲۵۰ فارمونو کې تر ۷۰ څخه تر ۸۰ میلیونه افغانيو په لګښت پانګونه شوې او یاد شمېر کسان پکې په کار بوخت دي.

د یادې اتحادیې مسوولین وایي، چې له یادو فارمونو څخه په هرو ۴۰ ورځو کې ۵۰۰ زره چرګان توليدېږي.

بلخوا د لغمان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین بیا وایي، چې دوی د ټولو صنفونو کاروباریانو ته د مارکېټ پیدا کولو لپاره ځانګړي پلانونه لري، چې د وزارت د طرزالعمل له مخې به یې تطبیق کړي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 179127

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179127/

جمهور
  https://www.jomhornews.com