سرې میاشتې هرات کې زرګونو کسانو ته روغتیايي خدمتونه ترسره کړي

18 جدی 1403 ساعت 9:49

په هرات ولایت کې د افغانې سرې میاشتې ټولنې مسوولینو ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې له ۱۳ زرو څخه زیاتو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمتونه ترسره کړي دي.


په هرات ولایت کې د افغانې سرې میاشتې ټولنې مسوولینو ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې له ۱۳ زرو څخه زیاتو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمتونه ترسره کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره له دې ډلې یې پر ۷۵۳ ټپیانو پټۍ لګولي، ۷۱۷ ښځو او ماشومانو ته یې واکسینونه ورکړي، ۱۲۷۱ ښځو ته یې له زېږون مخکې او وروسته روغتیايي مشورې ورکړي، ۴۵۴ کسانو ته چې پر خوارځواکۍ اخته وو، خوراکي توکي ورکړي او ۱۲۶۵۵ نورو ته یې هم د روغتیايي ټکو په پام کې نیولو لپاره عامه پوهاوی ورکړی دی.

د یادونې ده چې دغه روغتیايي خدمتونه د هرات په ګلران، شینډنډ، کرخ او انجیل ولسوالیو کې د ګرځنده ډلو له‌خوا رسول شوي دي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 179204

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179204/

جمهور
  https://www.jomhornews.com