پاکستان کې د افغانستان سفارت د افغانانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې

18 جدی 1403 ساعت 9:51

په اسلام‌اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ویلي، چې په پاکستان د افغانانو نیول کېدل خپلسري دي.


په اسلام‌اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ویلي، چې په پاکستان د افغانانو نیول کېدل خپلسري دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د ۸۰۰ افغانانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په نیول شویو کې ۱۳۷ داسې کسان دي چې د ویزو موده یې ختمه شوې او د تمدیدېدو غوښتنه یې کړې ده.

په خبرپاڼه کې د اجازه لیک (NOC) د ترلاسي په شرایطو کې د وضاحت نشتوالی د دغو پناه‌غوښتونکو د خپلسرو نیولو او شړلو لامل ښودل شوی دی.

د یاد سفارت په خبره، په نیول شویو کې هغه کسان هم دي چې معتبرې ویزې او د ملګرو ملتونو کارتونه لري.

ملګرو ملتونو په پاکستان کې افغان کډوالو ته د اوسېدو لپاره د (PoR) او (ACC) په نوم کارتونه ورکړي دي.

افغان سفارت پر پاکستاني حکومت او د ملګرو ملتونو پر بنسټونو غږ کړی چې په سملاسي توګه دغه حالت ته پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179205

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179205/

جمهور
  https://www.jomhornews.com